Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناپېژانده کسانو پروان کې یو تن وژلی

چاریکار (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): ناپېژانده کسانو نن سهار د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یو ۲۵ کلن ځوان په ډزو وژلی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي، د عبدالمالک په نوم دغه ځوان نن سهار اووه بجې ناپېژانده کسانو د بګرام ولسوالۍ د بخشی‌خېلو په کلي کې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی دی.

هغه وایي چې مجرمین د پېښې سیمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې له سیمې تښتېدلي خو پولیس هڅې کوي چې مجرمین پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.