ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ګیرو کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي

د غزني په ګیرو کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د غزني د ګيرو ولسوالۍ په ديسي سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

د ګیرو د دیسي سیمې یوه اوسېدونکي اباسین دیسي‌وال پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه چې د سیمې خلکو په مالي ملاتړ یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه زیاته کړه، پر یاد لومړني ښوونځي څه باندي شپږ میلیون افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په روان کال کې بشپړې شي.

نوموړي وویل، د دې سیمې خلکو پخواهم د نجونو یو ښوونځی په خپل شخصي لګښت جوړ کړی و.

هغه زیاته کړه، قوي هوډ یې کړی چې په سیمه کې له دولت سره په همکارۍ د پوهنې بهیر ته وده ورکوي.

ورته مهال، یو فعال ځوان ضیاءالحق اثر پژواک ته وویل، یاده سیمه کې پخوا د تعلیم له اړخه کار نه و شوی، خو اوس خوښ دی چې خلک اقدام کوي او زیاتوي چې دی خپله هم چمتو دی مالي مرسته وکړي.

دغه راز، د غزني پوهنې ریاست مسوولین بیا د دې سیمې له خلکو مننه کوي چې د پوهنې برخه کې یې دغه ګام پورته کړی دی.

د غزني پوهنې ریاست ویاند قاري صبغت احمدي وایي، یاد ښوونځي ودانۍ نه درلوده چې د سیمې د خلکو له خوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ديسي سیمې د خلکو په څېر دې خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی پر څه باندې شپږ جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړېږي، ۱۲ درسي، یوه اداري خونه، احاطه او د لوبو لپاره به ځانګړی ځای ولري، ۶۰۰ زده‌کوونکي به زده‌کړې په کې کوي او پر جوړېدو به یې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د عامو خلکو له لوري ورکول کېږي.

د یادوني ده، یوه اونۍ مخکې هم د غزني په جاغورو ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.