فیضاباد (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): اووه چیني ګرځندویان چې د په زړهپورو ځایونو لیدو په موخه یې بدخشان ولایت ته سفر کړی، د مسوولینو او خلکو له چلند او د امنیت له ټینګښته خوښي څرګندوي.
چیني ګرځندوی ۸۰ کلن چنګیو ون د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست او ملي موزیمه د لیدنې پر مهال له مسوولینو سره کتنه کې وویل چې خلک او مسوولین ورسره ښه چلند کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په تېرو څلورو ورځو کې یې په واخان ولسوالۍ کې له ملي پارک، له سیاحتي ځایونو او د بدخشان د خلکو له فرهنګونو له نږدې لیدنه کړې چې په دې موده کې له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي او امنیت هم تامین دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري یادو ګرځندویانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هغه ګرځندویان چې دغه ولایت ته د سفر هوډ لري، باید د نورو ولایتونو پر پرتله ډېر وخت په پام کې ونیسي څو وکولای شي ملي پارک، چقمقتین جهیل، شیوه او توپخانه حوضونه، تاریخي ځایونه، ابدې، ملي موزیم او محلي فرهنګونه وویني.
هغه زیاته کړه چې افغانستان په تېره بیا بدخشان ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او په دغه ولایت کې د سیلګرۍ وخت رارسېدلی او هر داخلي او بهرنی سیلګر چې غواړي شپه او ورځ له دغه ولایته لیدنه وکړي، له هېڅ ډول خنډ سره به مخ نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان فرهنګې مسوولین دغه ولایت ته د بهرنیو ګرځندویانو د ورتګ د پام ډېرېدو خبره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP