Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۳۰۰ کسان مړه شوي»
آرشیف

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي چې په وروستیو ۱۱ ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله سایق نن (سه‌شنبه، د غبرګولي لومړۍ نېټه) په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د تېرې غويي میاشتې له ۲۰مې تر اوسه د سېلابونو له امله ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه بشپړ او یو څه ویجاړ شوي او ۶۶۵۵ څاروي له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه چې په یادو ۱۴ ولایتونو کې له سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي، غیرخوراکي توکو او نغدي مرستې شوې دي.

د هغه په خبره، تر دې دمه له ۱۷ زره او ۸۰۷ کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ د حکومت له لوري د یادو سېلابونو له امله د شهیدانو، ټپیانو له کورنیو او هغو کسانو سره چې سرپناه او څاروي یې له لاسه ورکړي، مرسته شوې دي.

سایق ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ویجاړ شوو تاسسیاتو بیارغونې او له زیان‌منو سره مرستو ته ژمن دی.

د یادولو ده، د بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، فاریاب او دایکنډي په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دې مخکې ځینو هېوادونو او نړۍوالو سازمانانو پّ هېواد کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د خپلو نغدي مرستو خبر ورکړی دی.

په تازه مورد کې اروپايي ټولنې د هېواد په شمال کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ زره یورو چې څه باندې ۳۰ میلیون افغانۍ کېږي، ځانګړي کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.