Pajhwok Afghan News

پکتيا کې د کتابونو نندارتون پرانيستل شو

ګردېز (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): پکتیا کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون په اړه د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عقل‌خان وهاج پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتاب اونۍ نمانځنې په پار د دغه ولایت د پوهنتون په انګړ کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

هغه وویل چې دغه نندارتون مطالعې ته د ځوانان هڅولو په موخه جوړ شوی دی.

بل لور ته، خلک هم د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کتاب لوستنې برخه کې اغېزناک بولي.

د پکتیا اوسېدونکي او د پوهنتون استاد خالد حبیب پژواک ته وویل چې د مطالعې دودولو لپاره د دغه شان نندارتونو جوړېدل خورا مهم دي.

خو ده ټینګار وکړ چې د نندارتونونو ترڅنګ باید د مقالو لیکنې او د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي سیالیو پروګرامونو جوړولو ته هم پاملرنه وشي.

همدارنګه د پکتیا پوهنتون يوه محصل نورالله پژواک ته وويل چې د کتابونو دا ډول پروګرامونه کولای شي د کتاب لوستنې ته د ځوانانو لېوالتيا زياته کړي.

د ياد نندارتون يو بل ګډونوال رحيم خان بيا وايي چې په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود پياوړتيا لپاره بايد دا ډول پروګرامونه زيات او ولسواليو ته هم وغځول شي.

د یادونې ده، د غويي مياشتې وروستۍ اونۍ په هېواد کې د کتاب اونۍ په نوم نومول شوې چې د نندارتونونو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

Views: 13

Exit mobile version