Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند، ترکیې او کیوبا هم د ایران ولسمشر د مړینې له امله ماتم اعلان کړی

هند، ترکیې او کیوبا هم د ایران ولسمشر د مړینې له امله ماتم اعلان کړی

author avatar
21 May 2024 - 15:41
هند، ترکیې او کیوبا هم د ایران ولسمشر د مړینې له امله ماتم اعلان کړی
author avatar
21 May 2024 - 15:41

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): له سوریې، پاکستان او عراق وروسته هند، ترکیې او کیوبا هم د سیدابراهیم رییسی د مړینې له امله په خپلو هېوادونو کې ماتم اعلان کړی.

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره څو نورو کسانو لېږدوونکې چورلکه وړمه ورځ مازدیګر د ایران په ختیځ اذربایجان کې ولوېده او په دغه پېښه کې یادو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

له دې پېښې وروسته په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی.

د اسیا نړۍوال خبري اژانس (ANI) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هند حکومت د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او نور لوړپوړو چارواکو د مړینې له امله په دغه هېواد کې یوه ورځ ماتم اعلان کړی.

سرچېنې لیکلي چې نن به د هند بیرغ هم په ټول هېواد کې نیمه ځوړند وي.

د ترکیې اناتولی خبري اژانس د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله لیکلي: «د چورلکې له سقوط وروسته مو له ایراني چارواکو سره اړېکه ونیوله او خپل امکانات مو د مرستې لپاره بسیج کړل، همدا راز مو د ایران له خلکو سره د همدردۍ په موخه پرېکړه وکړه چې په خپل هېواد کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړو.»

د ایران خبري اژانس تسنیم د راپور له مخې، کیوبا هم  د ایران  ولسمشر رييسی او نورو لوپوړو چارواکو د مړینی له امله د نن له سهاره د سبا تر لماسپښینه ماتم اعلان کړی.

سرچینې لیکلی چې په دغه موده کې به د کیوبا بیرغ هم په ټول هېواد کې نیمه ځوړند وي.

د راپورنو له مخې، له دې مخکې سوریې، پاکستان او عراق هم  د ابراهیم رئیسي د مړینې په مناسبت ملي ماتم اعلان کړى و.

د افغانستان ا.ا رئیس‌الوزراء، تېره ورځ د چورلکې لوېدو پېښه کې د ایران د ولسمشر او ورسره کسانو په مړینه د خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران حکومت او خلکو ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې وه چې ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله خواشیني دي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو هم پر دغه پېښه خواشیني ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.