کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): سیګار د افغانستان ا.ا د مرستهکوونکو په چارو کې پر لاسوهنې تورنوي، وایي د امریکا اجراییوي شریکانو ورته د مالیې، ګمرکاتو، او برېښنا بېل له لارې شاوخوا ۱۰،۹ میلیون ډالر ورکړي، خو ا.ا لاسوهنې رودي، وایي چې یادو برخو کې پیسې د افغانستان په ملي بودجې پورې اړه لري.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي اداره (سیګار) وايي، د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو اجراییوي شریکانو د افغانستان سرپرست حکومت ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او … لارې شاوخوا ۱۰،۹ میلیون ډالر ورکړي.
د سیګار په نوي راپور کې راغلي چې په دې پیسو کې ۱۰،۴ میلیون ډالر د مالیاتو، نږدې ۴۰۰زره ډالر د برېښنا بېل، ۱۷۶زره ډالر د نورو تادیاتو او څه د پاسه ۹ زره ډالر د ګمرکي فیس په توګه د افغانستان سرپرست حکومت ته ورکړل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه پیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا نړۍوال پراختیايي پرورګرام”USAID” او د نړۍوالو مطبوعاتو لپاره د متحدهایالتونو ادارې”USAGM” اړوند ۳۸ اجراییوي بنسټونو د افغانستان سرپرست حکومت ته ورکړي.
د سیګار په راپور کې راغلي په دې پیسو کې هغه نه دي شاملې چې امریکا د ملګرو ملتونو ادارو ته په افغانستان کې د مرستو لپاره ورکړې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ له اکټوبر د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته ۱،۶ میلیارډه ډالر ورکړي، خو دا نه ده معلومه چې له دې مرستو هم د افغانستان حکومت ته د مالیې او په نورو نومونو پیسې ورکړل شوي او که نه؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو هغو ادارو چې په افغانستان کې یې د امریکا مرستې تر لاسه کړي، په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د سیګار په راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان سرپرست حکومت په بېلابېلو ډولونو د مرسته کوونکو په چارو کې د لاسوهنې سربېره، پر هغوی فشار راوړی او د پروژو د طرحې او عملي کولو، د خپلې خوښې کسانو په ګومارنې او د مرستو تر ویش پورې یې د هغوی په چارو کې لاسوهنه کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ملي راډیو ته د یاد راپور په اړه ویلي چې مالیات، مصارف، د اوبو او برېښنا لګښتونه او ګمرکي مالیات د افغانستان د حکومت په ملي بودجې پورې اړه لري او اسلامي امارت د بهرنیو موسسو له بشري مرستو څخه د ناوړه استفادې ادعاوې ردوي.
مجاهد ویلي چې اسلامي امارت د بهرنیو بنسټونو په بشري چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن