ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د جګړو له امله ویجاړ شوي ۱۳ ښوونځي بیارغول کېږي

لوګر کې د جګړو له امله ویجاړ شوي ۱۳ ښوونځي بیارغول کېږي

author avatar
22 May 2024 - 17:08
لوګر کې د جګړو له امله ویجاړ شوي ۱۳ ښوونځي بیارغول کېږي
author avatar
22 May 2024 - 17:08

پل‌علم (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي ۱۳ ښوونځي بیارغوي.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو ښوونځيو بیارغاونې سروې رسما پیل شوې او تر یوې اونۍ به بشپړه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ښوونځیو د رغونې کارونه به د سروې له بشپړېدو سره سم به پيل شي.

هغه دغه راز وویل، د یادو ښوونځيو بیارغونې لګښت د پوهنې وزارت او یو شمیر نړۍوالو بنسټونو له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې ترڅنګ د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰ نور ښوونځي هم بیارغونې ته اړتیا لري.

پل‌علم کې یوه ټولنیز فعال رحمت‌الله پژواک ته وویل، د تېرو جنګ جګړو له امله په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر ښوونځي تخریب شوي او رغونې ته جدي اړتیا لري.

نوموړی وایي، د جګړو له امله زیانمن شوو ښوونځيو ودانۍ د زده‌کوونکو پر روان او درسي بهیر هم ناوړه اغېز کوي.

د یادونې ده، اوس مهال د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده‌کوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.