Pajhwok Afghan News

لوګر او ننګرهار کې د سترګو د شاوخوا لس‌زره ناروغانو وړیا درملنه کېږي

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی  ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.

سرچینه وايي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د سترګو د روغتیايي مراقبتونو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو کمپونو جوړېدو پروژه د هېواد په لرو او کلیوالي سیمو کې اړمنو کسانو ته د سترګو وړیا درملنې په موخه تطبیقیږي.

د دغه وزارت په جلا اعلامیو کې راغلي چې د غبرګولي له پنځمې تر ۱۶مې په لوګر او د غبرګولي له پنځمې تر ۱۸مې په ننګرهار کې د سترګو روغتیایي مراقبتونو ګرځنده کمپونه جوړیږي.

په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په ټاکلو نېټو پر طبي وسایلو سمبال ګرځنډه روغتیايي ټیمونه دواړو ولایتونو ته استول کېږي.

د سرچینې په خبره، دغه ټيمونه به په لوګر کې د شاوخوا ۵ زره سراپا ناروغانو معاینې ترڅنګ به ۲۰۰ د سترګو پردو (کټرکټ) عملیات ترسره کړي او د نږدې لید ۴۰۰ جوړې عینکې به اړمنو ناروغانو ته وړیا ووېشي.

د عامې روغتیا وزارت لیکلي: «دغه راز هغو هېوادوالو ته چې په لوګر کې اوسېږي او د سترګو له روعتیايي ستونزو سره مخ دي، خبر ورکول کېږي چې په ټاکلې نېټه مراجعه وکړي او د سترګو له وړیا درملنې چې د ګرځنده ټيم له لوري ترسره کېږي، برخمن شي.»

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت په بله خبرپاڼه کې راغلي چې پر طبي وسایلو او لازمو درملو سمبال ګرځنده ټيمونه په ټاکلې نېټه د ننګرهار غني‌حېلو ولسوالۍ ته استول کېږي څو خلکو ته د سترګو وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ټيمونه به د غبرګولي له پنځمې تر ۱۸مې د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۵۰۰ سراپا ناروغان د معاینې ترڅنګ ۲۵۰ د سترګو پردو عملیات ترسره او اړمنو ته به د نږدې لید ۴۵۰ عینکې ووېشي.

د یادونې ده، په دواړو ولایتونو کې سراپا ناروغانو ته لازم درمل هم په وړیا ډول ورکول کېږي.

Views: 6

Exit mobile version