Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېف‌پي: افغانستان کې له سېلاب‌ځپلو سر د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سېلابونو د افغانستان په شمال کې څه باندې ۸۰ زره خلک زیانمن کړي او له هغوی سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

دغه رقم یاد سازمان نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲مه) په یوه راپور کې وړاندې کړی او لیکلي یې دي چې سېلاب‌ځپلو سیمو کې لوږه ډېره شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام راپور کې راغلي، سېلابونو د افغانستان په شمال کې څه باندې ۸۰ زره کسان زیانمن کړي او هلته یې د خوړو د ناامنۍ بحران رامنځته کړی دی.

یاد سازمان ویلي، هغه کروندې چې د غنمو او ترکاریو وې، اوس سېلابونو په بشپړه ډول ویجاړې کړې او محصولات یې هم له منځه تللي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو پوښښ لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د یادونې ده، د هېواد په یو شمېر ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، فاریاب، دایکنډي... کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۱۱ ورځو وروستیو سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي، دغه راز ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه په بشپړ یا جزیي توګه ویجاړ شوي او ۶۶۵۵ څاروي هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو په هېواد کې سېلاب‌ځپلو ته د نغدي او غیرنغدي مرستو خبر ورکړی خو د اسلامي امارت چارواکو سېلاب‌ځپلو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.