کندوز (پژواک ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندوز ښاروالۍ مسوولین ملت ته د حکومت حسابورکونې پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې په کندوز ښار کې د ۱۰۲ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیایي پروژې پلې کړې دي.
د کندوز ولایت د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول تاجالدین سهاک وویل، په یادو پروژو کې د تفریحي پارکونو جوړول، سړکونو پخول، څلورلارو جوړول او د ښار تزیین یا ښکلي کول شامل دي چې تېر کال د دې ادارې له پرمختیايي بودجې پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «د کندوز د ښاروالۍ ریاست تېر کال ټول ۱۵۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي چې له ۱۰۲ میلیونه افغانۍ یې په پرمختیایي پروژو کې لګېدلې دي.»
سهاک وايي چې د مخکې په په پرتله د دغې ادارې په عوایدو کې ډېروالی راغلی دی.
دغهراز، د کندوز اوسېدونکو چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی وو، ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروګرام د حکومتولۍ یو اصل بولي او له مسوولینو د لا ډېرو پرمختیایي پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.
د کندوز یو اوسېدونکی محمدداوود وايي: «خوښ یو چې داسې پروګرامونه ترسره کېږي او دغه پروګرام پر حکومت د خلکو د باور لامل ګرځي، موږ غواړو ښاروالي د ښار وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي او ماسټرپلان پلی کړي، د کندوز ښار د اوسني نفوس ظرفیت نهلري.»
د کندوز یو بل اوسېدونکی مسعود هم د ښاروالۍ له مسوولينو په دغه ښار کې د فرعي کوڅو او سړکونو جوړولو په ګډون د لا ډېرو پرمختيايي پروژو دې پلې کېدو غوښتنه کوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن