ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې زده‌کوونکي د ښوونکو له کموالي شکایت کوي

غزني کې زده‌کوونکي د ښوونکو له کموالي شکایت کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): په غزني کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.

بل لورته، د غزني د پوهنې ریاست هم دغه ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې د پوهنې وزارت ته وړاندیز شوی دی.

د غزني مرکز کلای امیرمحمدخان سیمې ښوونځي د نهم ټولګي یوه زده‌کوونکي عباس پژواک خبري اژانس ته وويل، ښوونکي يې کم دي او درسي بهیر يې ټکنی دی.

نوموړي وویل: «اوسمهال یوازې څلور مضمونونو ته ښوونکي لرو، پاتې مضامین راته د لوړو ټولګیو زده‌کوونکي تدریس کوي.»

د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ د پایین ترګان لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی نور‌الله هم وايي چې د ډېرو مضامینو لپاره يې ښوونکي نشته دي.

دی وایي، د ښوونیز کال دوه میاشتي تېرېږي، خو تر اوسه لا هم د طبیعي او ساینسي مضامینو لپاره ښوونکي نه لري چې په وینا یې د څلورو او پنځو ښوونکو له لوري ورته یوازې دري، تاریخ او بیالوژي تدریسېږي.

هغه له مسوولینو، په ځانګړې توګه د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د ښوونکو کمښت ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

ورته وخت کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي هم د ښوونکو کموالي د ستونزې پر حل ټینګار کوي.

د غزني یوه اوسېدونکي عبدالمناف پژواک ته وویل: «د ښوونکو کمښت ته په کتو، که زموږ ښوونکي کم وي، ماشومان او زده‌کوونکي بې‌سواده پاتې کېږي چې ټولنه بدمرغیو او ناخوالو لور ته ځي.»

دی له چارواکو او مسوولو بنسټونو غواړي چې د دې ستونزې حل ته پام وکړي.

بل لورته، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم د ښوونکو د کموالي ستونزه مني.

د غزني پوهنې ریاست سرپرست مولوي نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د ښوونکو د کموالي ستونزه شته.

خو دی وايي: «د پوهنې له وزارته مې د غزني لپاره د ۳۳۰۰ ښوونکو تشکیل غوښتنه کړې او ژمنه يې راسره کړې چې ۳۳۰۰ ښوونکي د ښوونځيو او ۴۵۰۰ ښوونکي به د دیني مدرسو لپاره ګوماري.»

دا په داسي حال کې ده چې اوسمهال غزني کې ۷۷۱ ښوونځيو کې څه باندي څلور سوه زره زده‌کوونکو ته د ۱۰ زره ښوونکو له لوري زده‌کړې ورکول کېږي خو درېیو زرو نورو ښوونکو ته هم اړتیا ده.

د یادونې ده چې د غزني ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم کله نا کله زده‌کوونکي د ښوونکو له کموالي شکایت کوي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.