کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر ویلي چې د امریکا او بریتانیا ځانګړو ادارو تر اوسه له تروریستي ډلو سره له همکارۍ لاس نه دی اخیستی او هڅه کوي نه یوازې په افغانستان، بلکې منځنۍ اسیا کې هم وضعیت بېثباته کړي.
د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر سرګي ناریشکین د قرقیزستان په بېشکېک کې د همګټو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډې په څنډه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو سره بیا هم د بریتانیا او واشنګټن ځانګړې ادارې له تروریستي ډلو سره همکاري کوي.
نوموړي څرګنده کړه چې د امریکا او بریتانیا ځانګړو ادارو داعش او القاعده رامنځته کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې نه یوازې سوریه د دې موضوع واضح مثال ده، بلکه افغانستان هم له دې اړخه ډېر زیانمن شوی دی.
ورته مهال، د روسیې د فدرال د استخباراتو ادارې رییس الکساندر بورتنیکوف په یاده غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت کولای شي افغانستان کې نظم راولي، په دې شرط چې بهرنيان یې په چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
نوموړي څرګنده کړې: «بې له شکه مونږ د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي، بې تفاوته نه شو پاتې کېدای. له یوې خوا رامنځته شوي مثبت بدلونونه باید په نظر کې ونیول شي. افغان چارواکي په فعاله توګه د وضعیت د عادي کولو لپاره کار کوي، د ناوړه تروریستي سازمانونو پر وړاندې مبارزه کوي او د پیاوړتیا په هڅه کې دي.»
هغه زیاته کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ پراخولو هڅې د خپلواکو همګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن