کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د مالیزیا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، په دغه هېواد کې اوس د افغانستان په اړه نظر ښه شوی او حکومت یې لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا پیاوړې او ښې کړي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیبالله احمدي په خپل دفتر کې د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له مرستیال تاون محمدیاني بن داوود سره ولیدل.
سرچینه کې راغلي چې په دې ليدنه کې افغانستان ته د هغوی د وروستي سفر موضوعاتو او پایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال ویلي: «هغه څه چې مو په میډیا کې اورېدلي وو او هغه څه چې مو په افغانستان کې ولیدل، ډېر توپیر یې درلود، هلته په درېيو کلونو کې ډېر کار شوی و او زموږ له لوري شوې وعدې به ټولې انشاءالله عملي کېږي.»
هغه ویلي: «په مجموع کې په مالیزیا کې د افغانستان په اړه نظر ډېر ښه شوی، زموږ نظام لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا ښې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې یو مالیزیايي پلاوی د روان ۱۴۰۳ کال د غویي په څلورمه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی و.
په ياد پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر استازي او د لومړي وزیر د دفتر، د دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو استازو برخه درلوده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن