ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاپوا نیو ګېني کې ځمک‌ښویېدنه؛ څه باندې ۳۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي

پاپوا نیو ګېني کې ځمک‌ښویېدنه؛ څه باندې ۳۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي

author avatar
25 May 2024 - 16:57
پاپوا نیو ګېني کې ځمک‌ښویېدنه؛ څه باندې ۳۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي
author avatar
25 May 2024 - 16:57

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د پاپوا نیو ګیني په شمال کې د ځمکې ښویېدنې له امله څه باندې ۳۰۰ کسان او له زرو ډېر کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

رويټرز د ځايي رسنیو له قوله نن (شنبه، د غبرګولي ۵مه) راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون سهار د دغه هېواد د پلازمېنې «پورت مورسبي» له شمال‌ختیځ څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لرې د «انګا» ولایت په «کایوکالام» کلي کې شوې ده.

د پاپوا نیو ګېني پارلمان استازي ایموس اکم ویلي چې د پېښې له امله یو زرو ۱۸۲ کورونه وران شوي او له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

د یاد هېواد چارواکو اعلان کړی چې ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر ډېر شي.

د پاپوا نیو ګېني دولتي مسوولینو ویلي چې دفاعي ځواګونه او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ټیمونه د پلټنې او ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.

هغوی دغه‌راز زیاته کړې چې د ځمکې ښویېدو له امله سیمې ته غځېدلې لارې بندې شوې او یوازې د چورلکې په وسیله ورتګ امکان لري.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.