ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې مالداران خپلو څارویو ته د واکسین تطبیق برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

جوزجان کې مالداران خپلو څارویو ته د واکسین تطبیق برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
25 May 2024 - 15:45
جوزجان کې مالداران خپلو څارویو ته د واکسین تطبیق برخه کې د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
25 May 2024 - 15:45

شبرغان (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر مالداران خوښ دي چې سږ کال ورښتونه ډېر او څرځایونه د تېر کال په پرتله شنه دي، خو له کرنې ریاسته غواړي چې د حیواني ناروغیو مخنیوي په موخه دې د دوی څاروي واکسین کړي.

هغوی وایي چې تېر کال یې د وچکالۍ او د حیواني ناروغیو خپرېدو له امله ډېر څاروي تلف شوي دي.

شبرغان ښار کې یوه مالدار عبدالرشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ده یو شمېر څاروي د حیواني ناروغیو، په ځانګړي ډول د کانګو او په څرځایونو کې د علوفې نشتوالي له امله له منځه لاړل.

هغه زیاتوي: «د خدای فضل دی سږ کال بارانونه ډېر دي او څرځایونه ښه شنه شوي، له دې پلوه هیڅ ستونزه نه‌لرو، خو ستونزه مو دا ده چې زموږ په څارویو کې د تېر کال په څېر ناروغي پیدا نه‌شي، تېر کال مې څلور پسونه تلف شول.»

نوموړی وایي، پسونه یې پر کانګو چې یو ډول حیواني ناروغي ده، اخته شوي وو.

عبدالرشید د جوزجان د کرنې له ریاسته وغوښتل څو د څارویو د واکسین برخه کې اقدام وکړي.

ورته وخت کې دغه ولایت کې یو بل مالدار عبدالغني له دې پلوه چې سږ کال بارانونه ډېر او څرځایونه شنه دي خوښ دی، خو دې ته اندېښمن دی چې د تېر کال په څېر یې څارویو کې ناروغي خپره نه شي.

هغه وویل: «سږ کال د تېر کال په پرتله څرځایونه شنه دي، خو یوازېنۍ اندېښنه مو د فصلي حیواني ناروغیو له خپرېدو ده څو زموږ څاروي تلف نه شي؛ ځکه چې تېر کال مو څاروي تلف شول.»

نوموړي وویل: «موږ د کرنې له ریاسته غواړو چې زموږ څاروي دې پر وخت واکسین کړي او حیواني درمل دې برابر کړي څو د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.»

د دغه ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ یوه مالدار احمدزلمي وویل: «د خوښۍ ځای دی چې سږ کال څرځایونه شنه دي، خو کوم شي چې اندېښمن کړي یو د حیواني ناروغیو خپرېدل دي، تېر کال مو ډېر څاروي له منځه لاړل، ما تصمیم نیولی چې خپل څاروي واکسین کړم.»

هغه هم د نورو مالدارانو په څېر د دغه ولایت د کرنې ریاست له خوا د اقداماتو غوښتنه وکړه.

ورته مهال، شبرغان ښار کې حیواني کلینیک کې حیواني ډاکټر عبدالقدوس د مالدارانو اندېښنې پر ځای بولي او وایي: «دمګړۍ د انټرکس، لامپي سکېن او کانګو ناروغیو شاهدان یو چې ډېرو ولسوالیو کې په څارویو کې لیدل شوې، دا ناروغۍ کولای شي چې د تماس له لارې انسان ته هم سرایت وکړي.»

د هغه په خبره، که د دغو ناروغیو درملنه ونه شي، څارویو کې به خپرې شي او د ډېرو څارویو د تلف کېدو لامل کېدای شي.

هغه هم د جورجان د کرنې او مالدارۍ ریاست د پاملرنې غوښتنه کوي.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني صحت او مالدارۍ خدماتو امر ډاکټر سمیع‌الله حکیمي پژواک ته وویل چې تېر کال د دغه ریاست ټیمونو د مالدارانو څارویو ته واکسین تطبیق کړی او هغوی ته یې درمل ورکړي دي.

هغه وایي چې دا ریاست ګرځنده ټيمونه لري او د مالدارانو د غوښتنې په صورت کې سیمې ته ځي او د هغوی څاروي واکسینوي.

د هغه په خبره، تېر کال د دغه ولایت په څارویو کې د کانګو ناروغي موجوده وه او تلفات یې هم درلودل.

نوموړي وویل چې له مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي څو په دغه ولایت کې د درملو وېش او د څارویو لپاره د واکسین برخو کې له دغه ریاسته لا ډېر ملاتړ وکړي.

Views: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.