ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ سهیل‌تنګي سیمې خلک له حکومته د دې سیمې روغتیايي مرکز ته د امکاناتو غوښتنه کوي

25 May 2024 - 15:54
25 May 2024 - 15:54

اسعداباد (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ په نورګل ولسوالي کې د مزار درې سهیل تنګي سیمې اوسېدونکي وایي چې د دې سیمې روغتیایي مرکز له تېرو دوو میاشتو راهیسې د امکاناتو نشتوالي له امله تړل شوی او له حکومته ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کونړ د سهیل تنګي سیمې یوه قومي مشر سلام‌خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې سیمې روغتیایي مرکز له تېرو دوو میاشتو راهیسې د امکاناتو نشتوالي له امله خپل خدمات بند کړي دي.

نوموړي وویل: «زموږ سیمه کې تر لس زره ډېر خلک ژوند کوي، غرنۍ منطقه ده، سړکونه یې خراب دي، دوه کاله مخکې راته د یوې موسسې له لوري روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوې وې خو اوس بېرته بندې شوې، موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو، خپل ناروغان له اوږده پلې مزل وروسته د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته بیایو.»

د یادې سیمي یو بل اوسېدونکی نصرت‌الله له اسلامي امارت غواړي چې یاد روغتیایي مرکز ته امکانات برابر او بېرته یې فعال کړي.

هغه وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې بېرته دغه روغتیایي مرکز فعال شي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»

ورته مهال، د یاد روغتیايي مرکز یو ډاکټر فرمان‌الله وایي، دغه کلینیک دوه کاله مخکې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د (WORLD) په نوم یوې موسسې په مالي لګښت جوړ شو او په فعالیت یې پیل خو اوس یې د تمویل قرارداد پای ته رسېدلی او د امکانات نه درلودو له امله یې خدمات درولي دي.

نوموړي وویل: «دغه روغتیایي مرکز ته به هره میاشت شاوخوا ۱۸۰۰ ناروغانو مراجعه کوله او درملنه به یې کېده، د شلو په شاوخوا کې ولادتونه به هم دلته کېدل چې د ځایي خلکو لپاره ډېر غنیمت و.»

هغه زیاتوي، اوس د دغه روغتیایي مرکز ټول وسایل او پرسونل پر خپل ځای دي خو یوازې مالي امکاناتو او درملو ته اړتیا لري.

دغه راز، د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وایي، هڅه کوي د سهیل تنګي روغتیایي مرکز اوسنۍ ستونزه هواره او بېرته یې فعال کړي.

هغه وايي، د یاد روغتیایي مرکز د تمویل قرارداد له اړوندې موسسې سره پای ته رسېدلی او زیاتوي چې کوښښ کوي د مالي ملاتړ برخه کې له بلې موسسې سره تړون وکړي.

د یادونې ده، سهیل تنګی د نورګل ولسوالۍ یوه لرې غرنۍ سیمه ده چې لاره یې خرابه او اوسېدونکي یې له ساعتونو مزل وروسته اسعداباد ښار ته رسېږي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version