ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي ډېر شوي»

«هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي ډېر شوي»

author avatar
26 May 2024 - 19:51
«هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي ډېر شوي»
author avatar
26 May 2024 - 19:51

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

د افغانستان د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې رییس محمدهارون رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د اقتصادي ستونزو له امله کابل ښار کې ډېرو خصوصي ښوونځيو خپل فیسونه ۵۰ سلنه کم کړل او له همدې امله دغو ښوونځيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

نوموړي وویل چې ورځ تر بلې خصوصي ښوونځيو ته د خلکو لېوالتیا ډېریږي؛ ځکه د کمو فیسونو ترڅنګ یې د درسونو کیفیت هم ښه او معیاري دي.

د هغه په خبره، کابل ښار کې خصوصي ښوونځي هم په تېر او هم په اوسني حکومت کې د مالیې او د خپلو جوازونو تمدید برخو کې له ستونزو سره مخ دي؛ که څه هم تېرکال څلور سلنه مالیه معاف شوې وه.

هغه وویل: «موږ په جمهوریت کې ډېرې ستونزې لرلې، همېشه مو هڅې کولې چې مشرانو ته خپلې ستونزې ورسوو، د پوهنې له وزیر سره مو ډېرې ناستې لرلې خو له بده‌مرغه حل نه شوې.»

هغه وایي: «د اسلامي امارت مشران مهربانه دي، زموږ ستونزو ته رسېدنه کوي، موږ د خپلو ستونزو په اړه ورته ویلي، ځینو برخو کې رسېدنه شوې او ځينو برخو کې رسېدنه نه ده شوې، زموږ هیله له مشرانو دا ده چې خصوصي ښوونځي دې خپلې مټې وګڼي او د هغو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.»

هغه وویل: «موږ د خپلو جوازونو تمدید برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو، موږ څلور کاله وروسته خپل جوازونه تمدیدو، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، که جدید التاسیس وي غوره ده…. د بېلابېلو مالیې ورکړې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو.»

نوموړي وویل: «که هماغه څلور سلنه مالیه چې تېر کال یې موږ ته معاف کړې وه، هغه دایمي شي ځکه هغه کوم خاص شی هم نه وه او د خصوصي ښوونځيو لپاره یو لوی بار و، ۲۰ سلنه بله مالیه ده چې له خصوصي ښوونځیو اخیستل کېږي، که دغه شل سلنه مالیه پنځو یا لس سلنې ته راکمه شي غوره به وي.»

د هغه په خبره، خصوصي ښوونځي خپل د فعالیت جوازونه له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې یا ایسا څخه اخلي، که د خصوصي ښوونځيو د فعالیت جوازونو تمدید او توزیع د پوهنې وزارت اړوند شي غوره به وي.

هغه وویل، د جمهوریت پر مهال خصوصي ښوونځيو ښاروالۍ ته په یوه میاشت کې د خپلو اعلاناتو د یوه متر مربع ۵۰۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس هغه رقم ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړ شوی، که پر دې بیا کتنه وشي او بیې ټيټې شي، غوره به وي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې ۵۰۰۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري.

ورته وخت کې، د «اعتماد ملي خصوصي لېسې» مرستیالې زهره ابراهیم‌خېل وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د دې لېسې په ګډون ټولو خصوصي ښوونځيو ۵۰ سلنه خپل فیسونه کم کړل چې له دې چارې سره دې لېسې د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

نوموړې وویل، د جمهوریت پر مهال د منځنۍ دورې او د لېسې زده‌کوونکو فیس په میاشت کې ۱۵۰۰ افغانۍ و، خو اوس ۷۵۰ افغانیو ته ټيټ شوی دی.

هغې زیاته کړه چې هغه مهال د ابتدایې دورې د زده‌کوونکو فیس په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانۍ و، خو اوس ۵۰۰ افغانۍ دی.

ابراهیم‌خېل له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د مالیاتو کمولو او د جوازونو تمدید برخو کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه‌راز کابل ښار کې «د تلاش دانش ښوونځي» موسس بابا حیدري جعفري هم وایي، دا لېسه چې بامیان کې یوه او کابل ښار کې اووه نماینده‌ګۍ لري، فیسونه یې تر ۵۰ سلنه کم شوي دي.

هغه هم په دغه ښوونځي کې د زده‌کوونکو ډېرېدو خبره کوي، خو ویې ویل که نجونو ته له شپږم ټولګي پورته اجازه ورکړل شي، د زده‌کوونکو شمېر به یې نور هم ډېر شي.

هغه وایي، دا چې د زده‌کوونکو فیسونه یې کم کړي، د خپلو کارکوونکو په تنخوا کې یې هم څلوېښت سلنه کموالی راغلی دی.

بابا حیدر هم د خصوصي ښوونځیو د فعالیت جواز په تمدید کې د اسانتیاو غوښتنه کوي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د مالیې وزارت له خوا د مالیاتو کمولو او د کابل ښاروالۍ له خوا د اعلاناتو د پیسو کمولو او د خصوصي ښوونځيو د فعالیت جواز تمدید پروسجر ساده کولو په اړه د خصوصي ښوونځيو موسسینو او د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې رییس د غوښتنو په اړه له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي خو د مالیې وزارت او ایسا ادارې په ځواب موندلو ونه‌توانېد.

خو د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي د اعلاناتو د مالیې کمولو په اړه وویل: «لکه څرنګه چې زموږ ښاریان په جریان کې دي کابل ښار کې د لوحو د ټکسونو برخه کې قانوني اجرات کېږي یوازې د دوکانونو د لوحو مالیه معاف ده، خو که د دوکانونو، پیاده رونو او د یا ویالو پر سر اشتهارات وي نو هلته د قانون او لایحې مطابق اجرات کېږي.»

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.