ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه کړي

بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه کړي

author avatar
26 May 2024 - 10:06
بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه کړي
author avatar
26 May 2024 - 10:06

فیض‌اباد (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د سخت باران او سېلاب راتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.

د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې رییس مولوي محمداکرم اکبري وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند په مورچک کلي کې د سخت باران او سېلاب راتلو له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

اکبري زیاتوي، تر د دې کورنۍ یوازې د یوه غړي مړی په کوکچې سیند کې موندل شوی، د دې ادارې د پلټنې یوه ډله له یوې موسسې سره په همغږۍ د پاتې کسانو د جسدونو په لټه کې ده.

د بدخشان پېښو ته د رسېدو ادارې رییس وویل، د یادې کورنۍ مړه شوي کسان له مور او پلار پرته نور ټول ماشومان دي.

د مسوولینو په وینا، د تېرې شپې سخت باران له امله چې څو ساعته یې دوام وکړ، د دغه ولايت د مرکز اړوند په مورچک، پس جر، جاني درې او چتراق کليو او ارګو ولسوالۍ کې سخت سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې د ځاني تلفاتو ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.