جلالاباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسیون له خوا جلالاباد ښار کې د برېښنا رياست لسګونه جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
دا ځمکه د جلالاباد ښار د اوومې ناحيې اړوند درونټه سيمه کې له تېرو اتلس کلونو راهیسې غصب شوې وه.
د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر مولوي محمدولي محسن د دې ځمکې د راګرځولو پر مهال وويل چې پر دغه ۱۲۰ جریب ځمکه ۲۱۹ بابه سرايونه، هوټلونه او هټۍ جوړ شوي چې بېرته به پانګوالو ته له قانون سره سم په کرايه ورکړل شي.
هغه زياته کړه: «په دغه ځای کې چې کوم کسان کاروبار لري، دې ته قایل شول چې دا ځمکه به د برېښنا رياست له خوا د هغوی طرزالعمل له مخې په قرارداد اخلي.»
بلخوا، په دغه ځمکه کې کاروباریان وايي، دا ځمکه یې پخوا هم په قرارداد اخیستې او اوس هم حاضر دي چې قرارداد وکړي.
په دغه سیمه کې د هوټلونو او هټۍوالو د اتحادیې مشر سمیعالله وايي، دوی د برېښنا ریاست او د حکومت د طرزالعمل له مخې پخوا هم قرارداد کړی او اوس هم چې هغوی هر ډول اصول لري، دوی به قرارداد وکړي.
د یادونې ده چې دغه سیمه شاوخوا اتلس کاله وړاندې د وخت د والي ګلاغا شېرزي په لارښوونه د ځوانانو پارک په نوم ونومول شوه چې په کې د تفریحي سیمې د جوړېدو سربېره، ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن