Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وروستیو سېلابونو په اوو ولایتونو کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
ارشیف

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي او نږدې ۸۴۰ کورونه په نیمه او بشيړ ډول ویجاړ شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق دغه څرګندونې نن په یوه ویډیويي کلېپ کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو له مخې، د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې له څلورمې تر شپږمې پورې په بدخشان، بغلان، بامیان، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه، ۱۹ کسان ژوبل، ۸۳۹ کورونه په نیمه او بشيړ ډول ویجاړ شوي، ۵۰۰ څاروي له منځه تللي او دغه راز ۹۸۲ جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د کومو هېوادوالو چې د پاکو اوبو ذخایر یې ویجاړ شوي، موږ کوشش کوو چې له موسساتو او خیریه بنسټونو سره په همکارۍ هغوی ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه مساعده کړو.»

دی زیاتوي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، له پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون له غړو ادارو او موسساتو سره په همکارۍ په تېرو درېیو میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېرو زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلي او نورو زیانمنو ته د مرستو وېشل لړۍ روانه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاد وزارت پلان لري چې په راتلونکي کې په ټول هېواد کې وقایوي پروژې پلې کړي څو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.