Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهرنیو چارو وزارت: د سیمې موثر اسلامي هېوادونه دې د غزې په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر موثرو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي.

نړۍوالو رسنیو د غزې روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیلو په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۵ عام وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د غزې ولس پر خلاف د صهیونیستي رژیم د جنګي جنایتونو په دوام، په رفح ښارګوټي کې د بې‌ځایه شوو ملکیانو پر پنډغالي هوايي بریدونه چې لسګونه کسان په کې شهیدان شوي او ډېری یې ښځې او ماشومان دي، یو ځل بیا په کلکو ټکو غندي.

بلخي زیاته کړې، رفح ښارګوټي کې د بې‌ځایه شوو پر پنډغالي د صهیونیستي رژیم لخوا د نن سهار بریدونو یو ځل بیا وښوده چې هېڅ ډول د جګړې قوانینو ته ژمنتیا نه لري او د غزې نسل‌ وژنه د صهیونیستي رژیم د جنګي ستراتيژۍ برخه ده.

بلخي زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د نسل‌‌وژنې په ۲۳۴مه ورځ یو ځل بیا پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر مؤثرو اسلامي هېوادونو غږ کوي چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تراوسه دوام لري.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۵ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو په اساس، په یاده جګړه کې تراوسه دوه زره اسرائیلیان وژل شوي او تر پنځو زرو نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.