کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د شلوک او ملک شېراحمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ښوونځيو په یادو پروژو کې احاطوي دېوالونه، د څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل، د اوبو رسولو شبکې غځول، د لمریزې برېښنا سیستم نصبول او نور اړین ملحقات شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، د دغو ښوونځیو پر رغولو په ټولیز ډول څه باندې ۱۰ ميليون افغانۍ لکښت راځي چې د يوه مرستندوی بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د یاد وزارت معلوماتو له مخې، څه موده مخکې هم د یاد بنسټ له خوا په محمداغه، ازرې او برهکي برک ولسواليو کې د ۷ ښوونځيو ودانۍ له بیارغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP