Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

ګردېز (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د پکتیا د بدنې روزنې او ورزش رييس نورالرحمن تسکین پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ نن په احمدابا ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې تر نامه لاندې پيل شوې.

هغه وايي چې په دغو سیالیو کې له مرکز ګردیز، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو څخه ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې پيل شوې چې موخه یې له نشه‌يي توکو د ځوانانو راګرځول دي.

دغه‌راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي رومان پژواک ته وویل چې د دغه شان سیالیو جوړول د ځوانانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کوي.

د هغه په وینا، دغه ډول سیالۍ ځوانان له ډېرو ناوړه کارونو څخه هم راګرځوي.

یو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دغه شان سیالۍ په نورو سیمو کې هم جوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.