Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

فراه ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي، ناپېژانده وسله‌والو د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي عبدالحی سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې ناپېژاندو وسله‌والو د ګلستان ولسوالۍ په فیض‌اباد کلي کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې کسان په ډزو وژلي دي.

هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې زوی، پلار او مور شامل دي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو پنځه مشکوک کسان هم نیولي دي.

د نوموړي په وینا، هڅې روانې دي څو د یادې پېښې اصلي لامل او عاملین پيدا شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.