ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي

امریکا کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي

author avatar
28 May 2024 - 11:28
امریکا کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي
author avatar
28 May 2024 - 11:28

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): په تېرو درېیو ورځو کې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.

رويټرز خبري اژانس نن (سه شنبه) راپور ورکړی چې دغه کسان په ارکانزاس، تګزاس، کنتاکي او اکلاهما ایالاتونو کې مړه شوي دي.

راپور کې راغلي چې د دغه توپان او بوړبوکیو له امله اته کسان په ارکانزاس، اووه په تګزاس، څلور په کنتاکي او دوه نور په اکلاهما ایالتونو کې مړه شوي دي.

دغه راز، پرون د امریکا هواپېژندنې ادارې په نیوجرسي، نیویارک او پنسلوانیا ایالتونو کې د سختو بادونو خبرداری ورکړی و.

د تګزاس والي ویلي چې د دغه ایالت په شمال کې د دغو بادونو له امله نږدې سل کسان ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، د دغه وضعیت له امله سلګونه زره امریکایان بې برېښنا شوي چې د ځایي مسوولینو په خبره، د دې برېښنا ترمیم ښایي څو ورځې وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د امریکا په مرکزي ایالتونو کې د توپانونو له امله لږ تر لږه ۵ کسانو مړه شوي وو.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.