زابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مخکني ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند دواخان مینهپال ورور نورالله مینهپال ژوند بایللی دی.
د نورالله مینهپال مشر ورور عبدالله مینهپال پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې ورور یې پرون مازدیګر (دوشنبې د غبرګولي ۷مه) د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال مړ شوی دی.
هغه زیاته کړې، پېښه قصدي نه وه او موټر چلوونکی هم نیول شوی، خو د دوی کورنۍ سر له اوسه هغه ته بښنه کړې ده.
عبدالله مینهپال پر ټولنیزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چې ګواکي نورالله مینهپال وژل شوی او یا په قصدي ډول په موټر وهل شوی دی.
د زابل ولایت د مقام ویاند صدیقالله وثیق هم وايي، نورالله مینهپال پرون د دوشنبې ماذیګر شاوخوا شپږ بجې له خپل باغه د کور پر لور روان و چې موټرسایکل یې د شاجوی ولسوالۍ پر عمومي سړک له یوه موټر سره لګېدلی دی.
د هغه په وینا، د دې پېښي په تړاو موټر چلوونکی نیول شوی.
شل کلن نورالله مینهپال دا مهال کومه رسمي دنده نه لرله او په راتلونکې اونۍ کې ورته د کوژدې کولو لپاره تیاری نیول شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP