ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپې له خوا پر ګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

د شپې له خوا پر ګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

author avatar
28 May 2024 - 17:41
د شپې له خوا پر ګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی
author avatar
28 May 2024 - 17:41

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): ملي دفاع وزارت وایي، د شپې له خوا پر ګرځېدو راګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی او د پوځي چارو یو شنونکی هم د بېلابېلو دلایلو له مخې دغه مکتوب جعلي بولي.

بېلابېلو سرچینو یو مکتوب خپور کړی او ادعا یې کړې چې د ملي دفاع وزارت د نظامي استخباراتو او کشف ریاست د ۱۴۴۵ قمري کال د ۱۱مې میاشتې په ۱۷مه (د روانې غبرګولي میاشتې ۶مه) د ساحوي قول‌اردوګانو د استخباراتو مسوولینو ته امر شوی چې د شپې له خوا پر ګرځېدو بندیز پلی کړي.

دغه مکتوب ډېرې املایي غلطۍ لري.

د مکتوب کټ مټ متن: «ددوبي موسم په رارسیدو سره د شپی له خوا دخلکوګرځیدل ډیر شوی دی چې داګرځیدل د امنیت د خوندیتوب لپاره په زیان دی دشپی له شروع څخه تر(10) بجوپوری هرشخص ګرځیدلی شی اوله دی وروسته یواځي هغه خلک چی ضرورت یی زیات وی مریض ولری یابل کوم مشکل وی کولی شی وګرځی نظامی مسولین مکلف دی چی ذکرشوی هدایت په مرکزاوولسوالیوکی تطبیق کړی اونظارت یی دکشف مسولینوپرغاړه ده .»

حقیقت موندنه:

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مکتوب جعلي دی او ردوي یې.

د هغه په وینا، د داسې څه خپرول د «دښمن» شایعه ده.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځي هم پژواک ته وویل، د دغه خپور شوي مکتوب په متن کې تر حد ډېرې املایي تېروتنې او په متن کې پر ګرځېدو راګرځېدو د بندیز لګولو د ځای په اړه د وضاحت نه شتون او یوازې دومره لیکل چې «په مرکز او ولسوالیو کې دې تطبیق شي» د دې څرګندونه کوي چې دغه مکتوب جعلي دی.

ځاځي زیاتوي: «دا چې دا مکتوب دوه ورځې وړاندې خپور شوی او شب‌ګردي نه ده پلې شوې، دا ښيي چې دا مکتوب ناسم او جعلي دی؛ که واقعاً مکتوب سم وای نو شب‌ګردي باید پلې شوې وای، خو اصلاً يې درک نشته او بله دا چې دا کار د ملي دفاع وزارت نه، بلکې دا ډول مکتوبونه باید د کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شي.»

هغه وویل چې که دا مکتوب سم وای، نو د خلکو د خبرتیا لپاره له رسمي سرچينو لکه اړوندې ادارې، ملي راډيو ټلوېزيون او ملي اژانسونو له لارې به خپور شوی و.

د ده په وينا، داسې اوازې په عامه اذهانو کې د تشویش رامنځته کولو په موخه خپرېږي او د حکومت دنده دا ده چې د دا ډول جعل خپرېدو مخه ونیسي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

پایله: ملي دفاع وزارت وایي چې یاد شوی مکتوب جعلي دی او ردوي یې. د پوځي چارو شنونکی هم د بېلابېلو دلایلو له مخې دغه مکتوب جعلي بولي.

پرېکړه: د شپې له خوا پر ګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

Views: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.