Pajhwok Afghan News

د کونړ ولایتي روغتون کې د تریخي، پښتورګو او مثانې عملیاتو خدمات پیل شول

اسعداباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، اسعداباد ولایتي روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو، تریخي او مثانې عملیاتو خدمات پیل کړي دي.

د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د اسعداباد ولایتي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو، تریخي او مثاني د جراحي عملیاتو خدمات پيل کړي دي.

د یاد روغتون رییس ډاکټر مولاداد ساپي نن په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل: «له ښه مرغه د خلکو اړتیاوو او غوښتونو ته په کتو د ولایتي روغتون په خدماتي ټولګه کې د پښتورګو، تریخي او مثانې د غوښې جراحي عملیات شامل شول.»

هغه زیاته کړه، له دې مخکې به یې ناروغان د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون ته استول، خو اوس کولای شي، په خپل ولایت کې یې عملیات او درملنه وکړي.

دغه راز، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل: «د روغتیایي خدمتونو پیاوړي کولو برخه کې زموږ هڅې دوام لري، له ښه مرغه بیګاه شپه په لومړي ځل د اسعداباد په ولایتي روغتون کې د یوه ناروغ چې د مثانې غوښې تکلیف یې درلود، په بریالیتوب سره یې عملیات ترسره شول.»

ورته مهال، د کونړ اوسېدونکي خوښ دي او د روغتیا برخه کې د لا ډېرو مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.

Views: 15

Exit mobile version