لښکرګاه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳ ): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې تېره شپه د لسو لوبډلو ترمنځ د «فولاد جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنگ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د فولاد جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې چې لس لوبډلې پهکې برخه لري او ۲۶ ورځې به دوام وکړي.
ورته مهال، د دغه ولایت د فوټسال کمېټي مسوول صدیقالله صدیقي وايي، دغه سیالۍ یې په هلمند کې د فوټسال لوبې د ودې په موخه پیل کړې.
نوموړي له سوداګرو غوښتنه وکړه چې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه دې د دې ډول سیالیو مالي ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې په راتلونکي کې دې هم ورته ټورنمینټونه جوړ کړي.
د فوټسال لوبې یو لوبغاړی عزتالله وايي: «داسې ټورنمنټونه جوړول د ورزشکارانو لپاره زیات مهم دي؛ ځکه چې د داسې سیالیو په ترسره کولو سره د فوټسال برخه کې پرمختګ کېږي.»
د یادونې ده، تېره شپه په لومړۍ لوبه کې ودان اېفسي لوبډلې ممتاز اېفسي لوبډلې ته ۲/۱ ماتې ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP