ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د څرځای پر سر وسله‌واله نښته؛ دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی

نورستان کې د څرځای پر سر وسله‌واله نښته؛ دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی

author avatar
29 May 2024 - 11:01
نورستان کې د څرځای پر سر وسله‌واله نښته؛ دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی
author avatar
29 May 2024 - 11:01

اسعداباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وانټ‌وایګل ولسوالي کې د دوو کلیو اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر وسله‌واله نښته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د نورستان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري مجیب‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ شاوخوا دوولس بجې د وانټ‌وایګل ولسوالۍ د ارنس او کلایګل کلیو اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر وسله‌واله نښته شوې ده.

هغه زیاته کړه، دې نښتې نږدې یو ساعت دوام کړی چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي په خبره چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي خو د چا د نیولو په تړاو یې معلومات ورنه کړل.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، هڅې روانې دي څو دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.