Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عزیزي د یوناما له مشرې سره نړۍوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان پر غړیتوب غږېدلی

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوناما له رییسې سره په لیدنه کې په نړۍوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د بیا غړیتوب او هېواد کې د صنعت‌‌ګرو ښځو لپاره د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا سره ولیدل.

د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې د اقتصادي لاسته‌راوړنو، د خصوصي سکټور ستونزې او د هغو پر حل لارو، په نړۍوال تجارتي سازمان کې د افغانستان د بیاغړیتوب، له کوچنیو متشبثینو د ملاتړ، د صادراتو د ډېرلو او صنعتګرو ښځو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.