ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کچالانو لپاره د تقاضا ډېرېدل؛ هرات کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده

د کچالانو لپاره د تقاضا ډېرېدل؛ هرات کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده

author avatar
29 May 2024 - 16:50
د کچالانو لپاره د تقاضا ډېرېدل؛ هرات کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده
author avatar
29 May 2024 - 16:50

هرات (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): په هرات کې ځيني کروندګر وایي چې د وروستیو ورښتونو او کچالانو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

هرات کې یوه کروندګر سیف‌الله هیله وښوده چې د روان کال په ترڅ کې به د کچالو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د هغه په خبره، د کچالانو مصرف ډېر دی او ښایي راتلونکي کال کې ډېر بزګر د دغه محصول کرلو ته مخه وکړي.

نوموړی له حکومت او د دغه ولایت له ځایي ادارې غواړي چې د دوی د محصولاتو لپاره دې د سړو خونو جوړولو زمینه برابره کړي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یوه بزګر لعل‌محمد په خوښي څرګندولو سره پژواک ته وویل چې هرات ښه او مناسب اقلیم لري او دغه ولایت د کچالو د کښت لپاره هم مساعد دی، راتلونکي کال ته به د کچالانو کرلو لپاره ډېره هڅه وکړي.

هغه وویل، کچالو د دې ترڅنګ چې د خلکو ورځنی مصرف دی، د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د چپسو تولیدونکو شرکتونه هم د هغه ډېر مصرف لري؛ ځکه د هغه په خبره، د هرات کچالو د بیې له پلوه هم د سوداګرو اوهم د فابریکه لرونکو په ګټه ده.

په ورته وخت کې، د هرات د کرنې ریاست مسوولین هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د کچالانو کښت ته د بزګرو لېوالتیا ډېرېدل تاییدوي او وایي، سږ کال دغه ولایت کې په څه باندې ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه کچالو کرل شوي دي.

د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدنسیم سحر وویل چې هرات د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب دی چې اوسمهال کچالان په ګذرې، انجیل، پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې کرل کېږي.

نوموړي وویل چې د هرات د کرنې ریاست د دغه ولایت له ځایي ادارې سره له بزګرو د ملاتړ په موخه له هرې ممکنې لارې استفاده کوي او د دوی اداره د صنعت او سوداګرۍ له ریاست سره په تفاهم د بزګرو لپاره د صاداتو اسانتیاوو برابرولو برخه کې کار کوي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.