کندوز ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۱۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اداري او مالي امر عبدالغفار محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۶ زره جریب ځمکه غصب شوې تثبیت شوې چې له ډلې یې ۱۱۰ زره جریب راګرځول شوې ده.
هغه زیاته کړه: «کندوز کې چې کومې ځمکې غصب شوې وې، ډېرې یې په امام صاحب، قلعهذال او علیاباد ولسوالیو او د کندوز په مرکز کې دي چې د زورواکانو له لوري غصب شوې وې، په تېر یوه کال کې ۱۱۰ زره جریب ځمکه چې د ځمکو راګرځولو کمېسیون له لوري راګرځول شوې ده، بېرته خلکو ته په اجاره ورکړل شوې ده.»
محمدي وايي، د غصب شوو ځمکو راګرځولو په اړه د سرپرست حکومت د رهبرۍ پرېکړه جدي ده او له غاصبینو سره به قانوني چلند کېږي.
بلخوا، د کندوز اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د ځمکو له غاصبینو سره جدي چلند وکړي.
د کندوز یو اوسېدونکی محمدفاروق په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون کار ستایي او دا چاره د زورواکانو د زورواکۍ مخنیوي او د قانون حاکمیت برخه کې اړین بولي.
محمدفاروق وویل: «ډېر نېک اقدام دی، دا کمېسیون باید لا ډېر کار وکړي، کندوز کې ډېرې ځمکې غصب شوې، هم دې ځمکې له غاصبینو راوګرځوي او هم دې ورسره قانوني چلند وکړي.»
د کندوز یو بل اوسېدونکی عبدالباسط په دې اړه داسې وايي: «غصب شوې ځمکې باید بېوزلو خلکو ته په اجاره ورکړل شي، هم به د حکومت عواید ډېر شي او هم به بېوزلو ته د کار زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه زره جریب غصب شوې ځمکې راګرځول شوې دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن