فراه (پژواک ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د فراه امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ ماذیګر مهال د فراهرود ولسوالۍ بازار کې د وليجان په نوم یو کس د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی دی.
خبرپاڼه کې د فراهرود ولسوال له قوله ویل شوي چې د ولسوالۍ پولیسو د یاد قتل په تړاو د میر حمزء په نوم یو کس نیولی دی.
سرچینې لیکلي، نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن