ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تېره میاشت د بېلابېلو پېښو په تړاو ۱۵۷ کسان نيول شوي

ننګرهار کې تېره میاشت د بېلابېلو پېښو په تړاو ۱۵۷ کسان نيول شوي

author avatar
30 May 2024 - 15:45
ننګرهار کې تېره میاشت د بېلابېلو پېښو په تړاو ۱۵۷ کسان نيول شوي
author avatar
30 May 2024 - 15:45

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، تېره مياشت په دغه ولايت کې د جنايي او نورو پېښو په تړاو ۱۵۷ کسان نیول شوي دي.

مسوولين وايي، له دغو کسانو وسلې، مهمات او په زياته اندازه نشه‌يي توکي هم تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز د غبرګولي په ۱۰مه د قوماندانۍ په مقام کې يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د خپلې ادارې د تېرې غويي مياشتې د فعاليتونو په تړاو له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.

نوموړي وويل چې په تېره مياشت کې د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵۷ کسان نیولي دي.

هغه زياته کړه، د جنايي جرمونو مديريت له خوا ۶۲ پېښې ثبت شوې او په تړاو يې ۹۵ کسان نيول شوي چې د وهلو ټکولو، له کوره د تېښتې، غلا، قتل، نامشروع اړيکو، قاچاق او فرېبکارۍ په تور نيول شوي کسان په کې شامل دي.

نوموړي دغه راز وويل: «تروریزم پر وړاندې د مبارزې مديريت کارمندانو په ثور مياشت کې ۸ پېښې ثبت کړي چې په تړاو يې ۱۶ کسان نيولي دي، له دغو کسانو څخه ۲۳ ميله وسلې، مخابرې، سلګونه فايره مرمۍ او يو خودسازه ماين هم تر لاسه شوي دي.»

د قوماندانۍ مرستيال وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت هم په تېره مياشت کې ۴۱ پېښې ثبت کړې چې په تړاو يې ۴۶ کسان له سلګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکو سره نيولي دي.

هغه وويل: «له نيول شوي کسانو څخه ۵۸ زره ټابلېټ کا او ۹۹۱۹ زيکويک ګولۍ، ۲۵۳ کيلو چرس، ۷۰ کيلو شيشه، څلور نيم کيلو تریاک، ۲ کيلو هيرويین او دوه موټرونه تر لاسه شوي دي.»

دی وايي، د نشه‌يي توکو مبارزې مديريت په تېره يوه مياشت کې د ننګرهار ولایت مختلفو ولسواليو کې ۲۵۰ جريب د کوکنارو فصلونه هم اړولي دي.

نوموړي دغه شان وويل چې په تېره يوه مياشت کې ننګرهار کې ۱۲ ترافيکي پېښې ثبت شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۱۰ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال په دغه خبري کنفرانس کې ننګرهار مېشتو ته د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او دغه راز يې له هغوی وغوښتل چې د امنيت ټينګښت او جرمونو مخنيوي په موخه ‎د مشکوکو کړنو په ليدلو سره امنيتي ادارو ته خبر ورکړي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.