کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱۶۲۳ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له درېیمې تر ۹مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۴۷۹۲ کسان چې ۹۳۸ کورنۍ کېږي د تورخم او سپنبولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.
دغه راز، په یاده موده کې ۶۸۳۱ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده، د تېرې غویي میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۷۵۶۶ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP