Pajhwok Afghan News

د افغانستان او عمان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریني لوبه د ورښت له امله بې پایلې شوه

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د عمان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریني لوبه د باران ورښت له امله بې پایلې شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د هېواد ملي لوبډلې او د عمان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام تمریناتي لوبه د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

تېره شپه د یادې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د عمان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې عمان لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شل اوورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې عظمت الله عمرزي او نوین الحق د عمان لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.

دغه راز د عمان د پاڼۍ له ختمېدو وروسته باران پیل شو او لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

همدارنګه افغان لوبډله به خپله دویمه تمریناتي لوبه سبا د جمعې په ورځ له سکاټلینډ سره ترسره کوي.

د یادونې ده، د کرکټ شل‌اووریز نړۍوال جام سیالۍ په امریکا او وېسټ‌انډیز کې ترسره کېږي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جون په لومړۍ نېټه پیلېږي.

Views: 13

Exit mobile version