Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د خرمالق سیمې خلک مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اوس هم یو بل ته لیکونه لېږي

فراه‌ښار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه د مرکز اړوند خرمالق سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ شکایت کوي چې مخابراتي خدمتونو ته لا هم لاسرسی نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خرمالق د فراه ولایت د مرکز شمال‌ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده چې ۳۵ کلي لري او شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ ژوند په کې کوي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۲۰ کلونو په تېرېدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: «کله چې احوال اخلو یا بله کومه خبره وي، څو کیلومتره مزل کوو، یوه لوړ ځای ته پورته کېږو او بیا زنګ وهو.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالهادي متقي هم پژواک ته وویل چې دوی مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: «په دې سیمه کې شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ ژوند کوي، کله چې ښار کې مو کوم نفر په کار وي په موټرسایکل د یوه کس په لاس لیک ورلېږو او که د ښار نه په کلي کې د چا کوم کس په کار وي، هغوی هم لیک رالېږي.»

دی زیاتوي: «د شرم خبره ده چې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې زموږ سیمه دومره وروسته پاتې ده چې اوس هم موږ یو او بل ځای ته لیکونه لېږو.»

د خرمالق سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لور ته، حکومتي مسوولین هم تاییدوي چې د خرمالق سیمې اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د فراه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس عبدالمجید ابوذر پژواک ته وویل، د خرمالق سیمې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري خو د سلام شبکې یو انتن ورته منظور شوی چې په یوه مناسب ځای کې به ورته ولګول شي.

خو هغه ونه ویل چې دغه انتن به کله نصب او فعالیت پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خرمالق ترڅنګ د فراه د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

خو د دغه ولایت د مخابراتو برخې مسوولین وايي چې د روان کال په اوږدو کې به ټولې هغه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي چې دا مهال یې خلک د مخابراتو برخه کې ستونزې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.