ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګوټریش په غزه کې د احتمالي اوربند لپاره د وړاندیز شوې طرحې هرکلی کړی

ګوټریش په غزه کې د احتمالي اوربند لپاره د وړاندیز شوې طرحې هرکلی کړی

author avatar
1 Jun 2024 - 11:31
ګوټریش په غزه کې د احتمالي اوربند لپاره د وړاندیز شوې طرحې هرکلی کړی
author avatar
1 Jun 2024 - 11:31

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر د وړاندیز شوي پلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس د دې وخت دی چې جګړه ودرول شي.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ یوې خبري غونډې ته د خبرو په ترڅ کې په غزه کې د اوربند لپاره داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې کېدای شي په غزه کې سملاسي جګړه ودرېږي او بندیان ازاد شي.

بایډن ویلي چې د دې طرحې د تطبیق په لومړۍ مرحله کې اوربند، له غزې د اسرائیلي پوځيانو وتل او د بندیانو خلاصون شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا نوښت به په غزه کې د اوربند، د ټولو یرغمل شوو بندیانو د خلاصون او غزې ته د بشري مرستو لاسرسي او په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لامل شي.

د بي‌بي‌سي انکلیسي څانګې پرون په یوه راپور کې لیکلي، حماس ویلي، دوی دغه وړاندیز ته له دې امله چې د دایمي اوربند، له غزې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، بیارغونې او د بندیانو د تبادلې مواردو په کې دي، مثبت ګوري.

حماس زیاته کړې، دوی چمتو دي چې د دایمي اوربند په اړه هر وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي او رغنده معامله وکړي، په دې شرط چې اسرائیل “دې ته خپله څرګنده ژمنه اعلان کړي”.

د یادونې ده، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تر اوسه دوام لري.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیله راهیسې نږدې ۳۷ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۸۱ زره نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس، په یاده جګړه کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان وژل شوي او تر پنځه زره پورې نور ټپیان شوي دي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.