میدان ښار (پژواک، ۱۲غبرګولی ۱۴۰۳): د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شېخاباد درې په زرني سیمه کې د ځايي کوچیانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه پرون جمعه ماسپښین شاوخوا درې بجې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اوبو پر سر لومړی لفظي او وروسته فزیکي شخړه رامنځته شوې چې په پایله کې یې د چرهیيز ټوپک په ډزو يوه تن وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د نورو تلفاتو مخه یې نيولې ده.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن