ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

author avatar
1 Jun 2024 - 05:58
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه
author avatar
1 Jun 2024 - 05:58

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کرکټ ملي لوبډلې شل اووریزه نړیوال جام ته د چمتووالي په لړ کې په خپله دویمه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د نننې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شل اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سکاټلنډ ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۶۹، عظمت الله عمرزي ۴۸، محمد نبی ۱۶ او راشد خان ۱۵ منډې وکړې.

په مقابل کې سکاتلینډ لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او د ۵۵ منډو په توپیر یې افغانستان ته ماتې وخوړه.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې مجیب الرحمن او کریم جنت دوه - دوه، نوین الحق، راشد خان، ګلبدین، ننګیالي خروټي او عظمت الله عمرزي بیا د سکاټلینډ لوبډلې یو - یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، شل اووریزه نړیوال جام ته د چمتووالي په لړ کې د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه له عمان سره د ورښت له امله بې پایلې شوې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.