کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په مشهد کې د افغانستان د جنرالقنسول عبدالجابر انصار دنده د روان کال د غبرګولي په شپږمه پای ته رسېدلې ده، له هغه وروسته د هغه لاسلیک د اعتبار وړ نه دی خو وروسته یې پر غیرقانوني کړنو لاس پورې کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په مشهد کې د افغانستان مخکنی جنرال قونسل عبدالجابر انصار چې د ۱۳۹۸ کال د غویي میاشتې په ۳۰مه ګومارل شوی و، د اسلامي امارت د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر اساس له پنځه کلن ماموریت وروسته د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه یې دنده پای رسېدلې او مرکز ته رابلل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «د هېوادونو د داخلي قوانینو، قونسلي او ډیپلوماتیکو چارو کې د ویانا کنوانسیونو له مخې، د ډيپلوماتیکو مامورینو د دندې ختم او راغوښتل د لېږل شوي هېواد صلاحیت دی، دا چاره په نړۍوالو عرفونو کې یو معمول دی چې محض د دندې په پای ته رسېدو سره د مامور لاسلیک او مهر د اعتبار وړ نه دي او په کوربه هېواد کې یې ټول امتیازات او ډیپلوماتیک مصوونیت پای ته رسېږي، نوموړی باید خپل ډيپلوماتیک کارت د کوربه هېواد اړوندې مرجع ته وسپاري او نور نه شي کولی په منل شوي هېواد کې له ډيپلوماتیکو امتیازاتو ناسمه استفاده وکړي.»
سرچینه وایي، نو بناً تر نوي ډيپلومات لېږلو او هغه ته د قونسلي مسوولیت سپارلو، مراجعینو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو د سکتګي مخنیوي په موخه یاده قونسلګري به د قونلسګرۍ په چارو وارسي وکړي.
سرچینې زیاته کړې: «لکه څرنګه چې ښاغلي انصار د دندې له ختمېدو وروسته په غیرقانوني کړنو لکه د استازولۍ د عوایدو په راټولولو کې په نه روڼتیا لاس پورې کړی او مراجعینو لپاره د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په پروسه کې غیرمسوولانه دخالت په هغه هېواد کې مېشت افغان سوداګر او ګړي متاثره کړي دي.»
سرچیې ویلي چې د مخکني جنرال قونسل لاسلیک او مهر بېاعتباره دی.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن