د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په مشهد کې د افغانستان د جنرال قونسل عبدالجابر انصار دنده د روان کال د غبرګولي په شپږمه پای ته رسېدلې او له هغه وروسته د هغه لاسلیک د اعتبار وړ نه دی چې وروسته یې په غیرقانوني کړنو لاس پورې کړی دی.