هرات (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د هرات ولایت مقام وایي، هغه ډله کسان نیول شوي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د دغه ولایت ګذرې ولسوالۍ یوه جومات کې پر لمونځکوونکو ډزې کړې وې او اوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د کورنیو چارو وزارت د غویي میاشتې په یوولسمه ویلي وو، د هرات د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې یوه نامعلوم وسلهوال په جومات کې پر لمونځکوونکو ډزې کړې چې په پایله کې یې شپږ ملکيان وژل شوي او یو بل پټي دی.
د هرات مرستیال والي حیاتالله مهاجر فراهي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د فتنهګرو یوه مهمه ډله په هرات کې ونیول سوه، دوی شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ګذرې ولسوالۍ پر يوه جومات برید کړی و چې په کې یو شمېر هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی و.»
هغه لیکلي، له يادو کسانو يو انفجاري واسکټ، يو موټر او څو ميله وسلې د ا.ا ځواکونو د کشفي عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
فراهي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، د هرات ولایت مقام ویاند نثاراحمد الیاس په یوه خپره کړې ويډیو کې ویلي چې یادې ډلې په تېرو څوو میاشتو کې په هرات ولایت کې په شیعه هېوادوالو څو بېلابېل بریدونه کړي چې وروستی برید د ګذرې ولسوالۍ و.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن