فیروزکوه (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د غور د ټولګټو ریاست په داسې حال کې د غور – هرات لویې لارې خلاصېدو خبر ورکوي چې د ځينو سرچینو په خبره، لا هم د دغه ولایت ځينې مواصلاتي لارې بندې دي.
د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم ابوشعیب پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د غور – هرات لویه لار د غوک، کمنج او بیدان درې سیمو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې تېره ورځ بېرته خلاصه شوه او هر ډول موټر پرې تګ راتګ کولی شي.»
هغه زیاته کړه، دوی د دغه ولایت د ځایي ادارې په همکارۍ هڅه کوي چې ټولې تړل شوې لارې پاکې کړي او بیاورغوي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې غور د ډېرو ورښتونو او سېلابونو شاهده و چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې د ځاني او مالي زیانونو اړولو ترڅنګ ډېرې مواصلاتي لارې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره بندې کړې وې.
خو تر اوسه ځينې مواصلاتي لارې بندې دي.
د غور د مرغاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امینالله وویل، سېلابونو د ډېرو ویجاړیو پرېښودو ترڅنګ د دې ولسوالۍ پر لار تګ راتګ او د لومړنیو توکو لېږد هم له ستونزو سره مخ کړي او د ۲۵ ورځو په تېرېدو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه: «ټولې مواصلاتي لارې بندې دي، سېلابونو سړکونه تخریب کړي، د شاه او عروس لاره بنده ده، موږ ته هيڅ خوراکي توکي نه رارسېږي، د اوس لپاره خواړه نه لرو، ماشومان، ښځې او بوډاګان ډېر دي، که پاملرنه ونه شي زموږ خلک تلف کېږي.»
دغه راز، د غور د شهرک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمداکبر وویل: «لارې ډېرې خرابې دي، موټر خو هيڅ نه ځي، که ناروغي راپېښ شي مجبور یو چې پر موټرسایکلونو او یا په مرکب یې کلینیکونو ته بوځو، خواړه په ډېره سختۍ راانتقالوو.»
نوموړي دغه راز وویل که څه هم حکومت په سېلوړو لارو کار کوي، خو د سړکونو د ډېر خرابوالي له امله د پاککارۍ او بیارغونې لړۍ ټکنۍ مخې ته ځي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن