پلعلم (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د مرکز پلعلم اړوند د کارته مامورین سیمه کې پر ۱۵ کلن محمدساحل د هاوان سرګلولې چاودنه کړې ده.
انس زیاته کړه: «یاد ځوان غوښتل له تېرو جنګ جګړو څخه پاتې دغه ناچاوده سرګلوله له یو ځایه بل ځای ته ولېږدوي چې پر چاودلې او ځای پر ځای وژل شوی دی.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم ګڼ شمېر کسانو ته د ناچاوده توکو چاودنو مرګژوبله اوښتې ده.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن