ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د دوو ماشومانو تښتونې په تړاو نهه کسان نیول شوي

فاریاب کې د دوو ماشومانو تښتونې په تړاو نهه کسان نیول شوي

author avatar
2 Jun 2024 - 15:47
فاریاب کې د دوو ماشومانو تښتونې په تړاو نهه کسان نیول شوي
author avatar
2 Jun 2024 - 15:47

میمنه (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): فاریاب ولایت کې امنیتي ځواکونو د غزني د امنیه قوماندان زوی او خوریی له تښتوونکو ژغورلي او په تړاو یې نهه کسان نیولي دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان چې ۱۱ او ۱۲ کلونه عمرونه لري، تېره ورځ له غرمې مخکې د فاریاب له مرکز میمنې ښاره تښتول شوي وو او د همدې ورځې په ماسپښین د امنیتي ځواکونو له خوا د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون ویلي وو چې دغه دوه ماشومان د غزني ولایت د امنیه قوماندان مخدوم محمدعالم رباني زوی او خوریی دي؛ رباني د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (د غبرګولي ۱۳مه) پر خپله اکس‌پاڼه لیکلي چې د فاریاب امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو هغه نهه انسان‌تښتوونکي نیولي چې تېره ورځ یې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې دوه ماشومان تښتولي وو.

هغه ویلي چې پولیسو ماشومان ژغورلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.