ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د حیرتان اوسپنې پټلۍ د لېږد تعرفه دې کمه شي

سوداګر: د حیرتان اوسپنې پټلۍ د لېږد تعرفه دې کمه شي

author avatar
3 Jun 2024 - 12:28
سوداګر: د حیرتان اوسپنې پټلۍ د لېږد تعرفه دې کمه شي
author avatar
3 Jun 2024 - 12:28

مزارشریف (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د ازبکستان له خوا افغان سوداګرو ته د اوسپنې پټلۍ تعرفې له کمېدو سره سم د بلخ یو شمېر سوداګرو له سرپرست حکومته هم غوښتي چې د صادراتو برخه کې ګمرکي او ترانسپورټي تعرفې کمې کړي.

دغه سوداګر د ازبکستان له هغې پرېکړې د خوښۍ په څرګندولو چې د اوسپنې پټلۍ ترانسپورټي تعرفه یې ۵۰ سلنه ټیټه کړې، وایي چې دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د وارداتو او صادراتو زیاتوالي لپاره مناسب فرصت برابرولی شي.

د بلخ یوه سوداګر مصطفی مومند پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ازبکستان له لوري د تعرفو کمول د افغان سوداګرو لپاره یو ستر ملاتړ دی او له سرپرست حکومته هم غواړي چې د صادراتو برخه کې ګمرکي او ترانسپورټي تعرفې کمې کړي.

دغه سوداګر د حکومت له لوري د لا ډېرو اسانتياوو پر رامنځته کولو ټينګار کوي او وايي: «يو سوداګر د خپل مال د لېږد لپاره اورګاډي ته اړتيا لري؛ ځکه چې لږ لګښت لري، موږ د اسلامي امارت له حکومته غوښتنه کوو چې د دغو سوداګرو ملاتړ او تشویق دې وکړي چې لا ډېرو پانګونو ته زړه ښه کړي.»

زبیر ثنازاده یو بل سوداګر هم وایي، که چېرې ازبکستان افغان سوداګرو ته تخفیف ورکوي نو د افغانستان سرپرست حکومت ته هم په کار ده چې د سوداګرو د تشویق په موخه د دوی ترانسپورټي او ګمرکي تعرفو کې کموالی راولي.

ورته وخت کې د ازبکستان سرخان‌دریا اوسپنې پټلۍ مسوولین پژواک خبري اژانس ته د دغه هېواد د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لېږدولو په لګښت کې د ۵۰ سلنه کمېدو خبر ورکوي.

د سرخان‌دریا اوسپنې پټلۍ رییس فرهاد وویل: «د حیرتان د دوستۍ پله له لارې د باروړونکو موټرو لپاره چې ۴۰ ټنه وزن لري، ۲۰۰ ډالره او د ۲۰ ټنه واګون په بدل کې ۱۰۰ ډالره اخیستل کېدل، خو اوس دغه لګښتونه نشته او د اوسپنۍ پټلۍ کمرګي تعرفه هم کمه شوې ده.»

هغه دغه راز زیاته کړه، هېواد یې غواړي له افغان سوداګرو سره په هره برخه کې مرسته وکړي، څو له دغه هېواد سره سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

بلخوا بلخ د اوسپنې پټلۍ مسوولین وايي، هڅه کوي افغان سوداګرو ته د سیمې هېوادونو ترمنځ د منظمې سوداګرۍ د دوام په موخه نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د بلخ اوسپنۍ پټلۍ رییس محمدشفیق محمود وایي چې د دغه ولایت اوسپنې پټلۍ کرښې ۲۴ ساعته د وارداتو، صادراتو او ترانزیټ لپاره چمتو دي او هڅه کوي په ټولو برخو کې سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم د ازبکستان له لوري د سوداګریزو توکو پر لېږد رالېږد د تعرفې کمېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، دغه ګام کولای شي د افغانستان د صادراتو او وارداتو د بهیر ښه‌والي او د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ په سیمه کې پر ځانګړو ترانزیټي لارو د افغانستان اتکا کمه کړي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.