ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې یو شمېر یتیم ماشومان له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي

غور کې یو شمېر یتیم ماشومان له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
4 Jun 2024 - 19:31
غور کې یو شمېر یتیم ماشومان له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
4 Jun 2024 - 19:31

فېروزکوه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): غور کې یو شمېر یتیمان ماشومان په داسې حال کې له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې مسوولین وايي، دغه ماشومانو لپاره یې د ښوونې او روزنې پروګرامونه پيل کړي دي.

۱۲ کلن عبدالصبور له سهاره تر ماښام پورې د فېروزکوه ښار د سړکونو پر غاړه موچي‌ګري کوي ‎څو له دې لارې خپل مور او خوېندو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وايي، پلار یې تېر حکومت کې ملي پولیس و او اووه کاله مخکې یې جګره کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه چې په ډېرو ستونزو ښوونځي ته ځي، وايي، اړ دی چې کار وکړي څو له خپلې مور سره د نفقې پیدا کولو برخه کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي، له خپلې مور او دوه خوېندو سره په یوه کرايي کور کې ژوند کوي او ځیني وخت د ډېرو ستونزو له امله ځان سره فکر کوي چې زده‌کړې پرېږدي.

عبدالصبور وویل: «کاش چې دولت مې کورنۍ سره مرسته وکړي چې زه هم په ارامه فکر درس ووایم، کنه نو فکر نه کوم چې نور خپلو درسونو ته ادامه ورکړلای شم.»

هغه زیاته کړه چې د ورځې د نږدې دوه سوه افغانیو کار کوي خو ځینې ورځې کار نه پیدا کيږي.

ورته مهال، د فېروزکوه ښار اوسېدونکی لس کلن فریدون یو بل له هغو ماشومانو دی چې هره ورځ له خپلې خور سره کارتنونه، کباړ او زړې اوسپنې راټولوي او وپلوري یې.

هغه وايي: «کله چې پلار مې ناروغ شو او مړ شو زموږ وضعیت ډېر خراب شو، مور مې هره ورځ د خلکو کورونو ته ځي او کالي مینځي، زه او خور مې بازار او کوڅو ته راځو کاغذ، کارتن، زړې اوسپنې او هر هغه څه چې پلورل کېږي ، ټولوو څو یوه مړۍ ډوډۍ پرې وپېرو.»

دغه ماشوم چې د فېروزکوه ښار په یوه کوڅه کې د کاغذونو او کباړ پر ټولولو بوخت و، وايي، له خپل دغه کاره د ورځې ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ لاسته راوړي چې پر هغو ډوډۍ پېري.

هغه چې له خپلې خور سره ښوونځي ته له تللو پاتې دی له حکومته غواړي څو هغوی له دغه حالته وژغوري او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

ورته مهال، د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، ځیني پروګرامونه تر لاس لاندې لري څو په مرسته یې وکولای شي یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راولي او هغوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «د اوس لپاره ۲۵۰ یتیم ماشومان چې ۵۰ یې نجونې دي د کار او ټولنیزو چارو ریاست په وړکتون کې دي چې هم یې خوراک او هم یې د اوسېدو ځای تامین دی.»

د هغه په وینا، یادو ماشومانو ته د ښوونځي مضامینو د تدریس ترڅنګ د نجارۍ بېلابېلې حرفې، نلداوني، د ولډنګ‌کاري او لاسي صنایع هم ورزده‌کول کېږي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې بې‌سرپرسته او اړمنو ماشومانو ته یې د مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې هم په دیني مدرسو کې د زده‌کړې زمینه برابره کړې او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.